دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۲ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۵۳
د مطلب کود : 165263
د کندهار په شاولیکوټ کې ۲۷ زره ماشومان واکسین شول
د کندهار ولایت د عامې روغتیا ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت په شاولیکوټ ولسوالۍ کې تر یو کالځنډ وروستهماشومانو ته پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ واکسین ځانګړی کمپاین پیل شوی دی.
دوی زیاتوي، د وسله والو طالبانو د سیمه ایزو مشرانو له خوا په شاولیکوټ ولسوالۍ کې روغتیایي کارکونکو ته اجازه نه وه چې ماشومان واکسین کړي، چې له امله یې نږدې ۳۰ زره د هدف وړ ماشومان د پولیو څاڅکوڅخه پاتې وو.
د کندهار د عامې روغتیا رئیس ډاکټر عبدالقیوم پخلا امریکا غږ آشنا راډیو ته وویل، وسله والو طالبانو په شاولیکوټ ولسوالۍ کې ماشومانو ته د کور په کور واکسینپر ځای جومات پر جومات پروګرام غوښتنه کولو چې د کمپاین له معیارونو سره سم نه وو.
هغه زیاته کړه، چې د وسله والو طالبانو لخوا روغتيایي ټیمونه ته اجازه ورکړ او ددې ځانګړي کمپاین پر مهال په شاه ولیکوټ ولسوالۍ تر ۲۷ زره دهدف وړ ماشومانوته د پولیو څاڅکي تطبیق شوي دي.
هغه وویل" دا یو ډېر ښه فرصیت دی چېپه شاه ولیکوټ کې د کمپاین اجازه تر لاسه کړو، سره له دې چې په تېره اونۍ کې مونږ پدې ولسوالۍ کې تر ۲۷زره زیات ماشومان د پوليو پرضد واکسین کړي او د نوي کمپاین لپاره چمتوالی روان دی".
د جنوبي حوزې د کتلوي معافیت امر ډاکتر عبدالشکور بیا وايي، چې شاه ولیکوټ ولسوالۍ د پوليو د خطر له پلوه په افغانستان کې د خطر وړ سیمه بلل کیږي.
نوموړی زیاتو، پدې برخه کې هر ډول مثبت ګام د پوليو د خطر په لمنځه وړلو کې مثبت اغیزلري.
ده وويل"دا کمپاین ډير بریالی و مونږ له ځینو نورو ولسوالیو او دغه راز له هلمند او زابل ولایتونو څخه د واکسین د تطبیق لپاره تکړهکسان شاه ولیکوټ ته لیږلي وو ،چې ښه پایله مو هم تر لاسه کړې".
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ د ادارې یا یونیسف د پولیو د پروګرام ویاند سید کمال شاه امریکا غږ آشنا راډیو ته وويل، چې د ماشومانو وقایه د ګوزڼ خطر لمنځه وړي.
هغه وویل"تر هر ماشوم پورې د پوليو د څاڅکو رسیدل د پوليو د ناروغۍ خطر لمنځه وړي او پدې کې هر مثبت ګام ګټه لري".
شاه ولیکوټ د کندهار په شمال کې له اروزګان او زابل ولایتونو سره نږدې پرته ولسوالۍ ده او ډيرې برخېيې د دولت د وسله والو مخالفینو په واک کې دي، چې روان کال پکې پولیو ۳ مثبت رامنځته شوي دي.
د روان عیسوي کال د پیل راهیسې په افغانستان کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ۸ مثبتې پيښې را منځته شوي دي چې دوه په کنړ ،یوه په ننګرهار، او پنځه نورې په کندهار ولایت کې دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciqwazpt1aqr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته