دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۲ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۰۲
د مطلب کود : 165287
فاریاب ولایت کوهستان ولسوالۍ طالبانو نیولي
د فاریاب ولایت کوهستان ولسوالۍ د طالبانو په لاس سقوط کړی دی.

پر دغې ولسوالۍ په حمله کې اته امنیتي سرتېري وژل شوي دي.
د فارياب ولايتي شورا د غړي منان قاطع په وينا سلګونه وسله‌والو د پوليسو پر پوستو حملې پيل کړي.
د راپورونو له مخې په وژل شویو کې د کوهستان ولسوال عبدالرحمان پناه هم شامل دی.
نورو رسمي سرچینو تر اوسه دغه موضوع نه‌ده تأیید کړې.
کوهستان ولسوالۍ په داسې حال کې سقوط کړی چې نن سې شنبه «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۲» د افغان حکومت له‌خوا له طالبانو سره د اوربند لومړۍ ورځ ده.
په یو بل خبر کې​ د دولت ضد وسله‌والو د سرپل ولايت په صياد ولسوالۍ کې د دوو کلیو قفلاطون او القاني قشلاق پر پوستو حملې وکړې او په نتيجه کې یې دغه دوو پوستو سقوط کړی.
حمله پرون دوشنبه ماخوستن ۱۰ بجې پيل شوه چې د نن سهار تر څلورو بجو يې دوام وکړ.
ځايي چارواکو د نوم نه‌ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وويل چې په نښتو کې ۱۷ طالبان وژل شوي او ۱۹ نور ټپيان شوي دي.
دوه ورځې مخکې د سرپل ولايت د ادرينګ او بلغلي کليو مهمې نظامي پوستې هم د طالبانو لاس ته ولوېدې.
په هغه نښته کې د ۳۰ سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکول شوی وو.
وسله‌والو طالبانو همداراز پنځه زرهي هاموې موټر هم له‌منځه وړي او د هغې حملې مسؤليت‌يې هم منلی.
https://avapress.com/vdcevn8zfjh8pwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته