دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۲ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۴۶
د مطلب کود : 165294
مشرانو جرګې له وسلوالو طالبانو سره د اوږدمهاله اوربند غوښتنه وکړه
د وسلوالو طالبانو پر ضد د افغان ځواکونو عملیات د ولسمشر غني له سپارښتنې سره سم دریدلې؛ خو وسلوالو طالبانو په بېلا بېلو ولایتونو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.
روان اوربند ته په مشرانو جرګه کې مثبت غبرګون ښودل شوی او د جرګې غړیو پر حکومت غږ وکړ، چې له وسلوالو طالبانو سره اوربند نور هم وغزوي.
دوی هیله من دي، چې له حکومت سره اوربند به د سولې خبرو ته زمینه برابره کړي.
د مشرانو جرګې رييس فضل الهادي مسلمیار وایي: له امنیتي ځواکونو غواړم، چې له اوربنده ملاتړ وکړي او د حکومت پرېکړې ته ژمن پاتې شي؛ خو له هغو ډلو سره، چې  اوربند ندی شوی، خپله میړانه وښیي او د له منځه وړلو لپاره یې هڅې وکړي.  
د مشرانو جرګې غړې طیبه زاهد وایي: پیل شوی اوربند د افغانستان خلکو ته د یو ښه راتلونکي زیری لري او زه هیله منه یم، چې ټول ملت  ترې ملاتړ وکړي.
د ناتو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ له وسلوالو طالبانو سره د افغان ځواکونو له پیل شوي اوربنده هرکلی کړی او هیله یې ښودلې، چې دغه اوربند به د سولې او ثبات خبرو ته زمینه برابره کړي.
نوموړی وایي؛ دغه اوربند، چې د سې شنبې پر ورځ( د غبرګولي ۲۲) پیل شو؛ ترې تود هرکلی کوم او له طالبانو هم غواړم، چې پیل شوي اوربند ته ژمن پاتې شي. زه هیله من یم، چې دا به سولې ته د رسیدو لپاره لومړی پړاو وي.
ولسمشر غني افغان ځواکونو ته امر وکړ، چې د روژې مبارکې په پار، د روژې له اووه ویشتمې د اختر تر پېنځمې د افغان وسلوالو طالبانو پر خلاف هر ډول پوځي عملیات ودروي. وسلوالو طالبانو هم اعلان کړی، چې د اختر په درې ورځو کې به پر افغان ځواکونو نه یوازې بریدونه نه کوي، بلکې تضمین شوي سرتېري به هم له بنده خلاصوي.
دا په داسې حال کې ده، چې وسلوالو طالبانو تېره شپه د فاریاب ولایت د کوهستان ولسوالۍ مرکز لولاش نیولی او په سرپل ولایت کې یې د صیاد ولسوالۍ د قفلاتون سیمې څو امنیتي پوستې سوخولي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccopqs02bqei8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته