کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طالبانو مشر ملا هبت الله امریکایي چارواکي خبرو ته راوبلل

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 23 جوزا 1397 ساعت 10:37

په داسې حال کې چې د بین الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره هلې ځلې دوام لري، د وسله والو طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده یو ځل بیا امریکایي چارواکي خبرو ته راوبلل.


د طالبانو مشر د کوچني اختر په مناسبت کې د یو بیان په نشرولو سره له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د پر وتلو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د اسلامي، خپلواک او افغان شموله  نظام د حاکمولو لپاره طالبانو د پوځي هلې ځلې سره سره د تفاهم او مذاکراتو دروازه هم پرانیستې  پریښې ده.
هغه زیاته کړه «که امریکایي چارواکي واقعا د افغانستان د قضیې په سوله ایز حل باور لري باید مستقیما د مذاکراتو میز ته راشي تر څو د اشغال  دغه غمیزه چې لوی  زیان یې د افغانستان او امریکا ولسونو ته رسیږي، د خبرو له لارې حل شي.»
دا په داسې حال کې ده چې د افغانانو په مشری او مالکیت د سولې خبرو اترو د پیل لپاره هلې ځلي روانې دي.
خو وسله والو طالبانو له حکومت سره د خبرو لپاره او د سولې اړوند ټولو هڅو سره چمتووالی نه دی ښودلی.


د مطلب کود: 165319

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/165319/طالبانو-مشر-ملا-هبت-الله-امریکایي-چارواکي-خبرو-ته-راوبلل

آوا
  https://www.avapress.com