دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۳ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۴۹
د مطلب کود : 165322
حامد کرزي په ولسمشریزو ټاکنو کې د نوماندی احتمال نه ردوي
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په ۲۰۱۹ ولسمشریزو ټاکنو کې د نوماندی احتمال رد نه کړ.
نوموړی د المان له شپیګل مجلې سره د مرکې پر مهال ویلي، چې د سیاسي ډلو د موافقې په صورت به بیا له خدمته درېغ ونه کړي.
ښاغلي کرزي زیاته کړه، چې که بله چاره نه وي او سياسي ډلې توافق وکړي، په راتلونکو ټاکنو کې به بیا ځان کاندید کړي.
په همدې حال کې ښاغلي کرزي زیاته کړه، چې د افغانستان قانون یوازې د دوو قانوني دورو اجازه ور کوي او ټینګار یې وکړ چې په ډیموکراتیک ډول دوه ځله د هېواد د ولسمشر په توګه ټاکل شوی او نه غواړي چې دغه میراث خراب شي.
نوموړی د امریکا له متحده ایالتونو سره د اړېکو د ښه کېدو په اړه وویل، چې امریکا دې په افغانستان کې په خپل تګلاره کې بدلون رامنځته کړي.
د هېواد پخواني ولسمشر زیاته کړه، چې په کابل کې د امریکا له سفیر سره کتلي او هیله څرګنده کړه چې د خبرو په ترڅ کې له امريکا سره د متقابلو اړيکو او سولې يو نوی فصل پرانيستل شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcewn8zwjh8pxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته