دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۳ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۴۲
د مطلب کود : 165328
د سرپل ولایت صیاد ولسوالی قفلاتون کلي سقوط د طالبانو په لاس/ ملی اردو ۱۳ تنه سرتیری شهید شوي دی
د سرپل ولایت صیاد ولسوالی باندی د طالبانو یو برید په ترڅ کې، ۱۳ تنه ملی اردو سرتیری په شهادت رسیدلی دی.


د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، محمد نور رحمانی، د سرپل ولایتی شورا مشر یک شبکه ته وویل چی دا برید د دوشنبه په شپه د جوزا په ۲۱ نیټه ترسره شوی او صیاد ولسوالی قفلاتون سیمه کې امنیتی ځواکونو پایګاوو باندی بریدونه شوی دی.
په دی توګه، سیمه ایز سرچینی وایی چی قفلاتون کلی د طالبانو په لاس سقوط کړی دی.
د سرپل ولایتی شورا یو غړۍ آریانا نیوز ته وویل، پر دی سیمې باندی برید کې طالبان ۷ پوستو ته اور ورپوری کړی او امنیتی ځواکونو ټول امکانات لاس ته راوړی دی.
په دی حال کې، سرپل والی ویاند وویل چی تراوسه ددی پیښی څخه د ملی ادرو ځواکونو دوو تنو جسدونه ترلاسه شوی دی.
دا په داسی حال کې دی چی طالبانو غزنی ولایت مقر ولسوالی او فاریاب ولایت کوهستان ولسوالی کې هم امنیتی ځواکونو ته تلفات اړولی دی.
 
https://avapress.com/vdcaumn6a49nie1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته