دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۳ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۴۲
د مطلب کود : 165341
امنیتي ځواکونه په ټول هیواد کې د اختر ورځو د امنیت د ټینګښت لپاره د تیارسۍ په حال کې دي
کورنیو چارو وزارت په ټول هیواد کې امنیتي ځواکونو ته لارښوونه کړې، ترڅو هغه سیمې تر کلک امنیتي پوښښ لاندې راولي، چې د اختر ورځو کې تګ راټګ پرې کېږي.
 د کورنیو چارو وزارت ویاند، نجیب دانش، چې د چهارشنبې په ورځ د روان کال د غبرګولي په ۲۳مه نېټه یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې یوه خبري کنفرانس ته د اختر ورځو د امنیتي تدابیرو په اړه وینا کوله، زیاته کړه:" عیدګاوې، جوماتونه، لویې لارې او تفریحي مرکزونه به تر هر بل ځایه د اختر ورځو کې تر کلک امنیتي پوښښ لاندې وي او د امنیتي پلان له مخې امنیتي ځواکونو ته د احضاراتو او له خلکو سره د مرستې امر شوی دی"
دانش له امنیتي ځواکونو سره د هیودوالو د همکارۍ د ټینګار ترڅنګ له کورنیو څخه وغوښتل چې خپلو ماشومانو ته د پټاقیو او اور ورکوونکو موادو د کارونې اجازه ور نکړي.
کورنیو چارو وزارت تېره ورځ په یوه رسمي اطلاعیه کې امنیتي ځواکونو ته لارښوونه کړې، چې د پټاقیو او اور ورکوونکو توکو د پیر او پلور مخنیوی وکړي او دغه ډول توکي له دکانونو څخه راټول کړي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند وویل، که څه هم د ځانګړو سیمو لکه تفریحي مرکزونو لپاره ځانګړي امنیتي تدابیر په پام کې نیول شوي خو بیا هم هیوادوال کولی شي چې د شکمنو کړنو د لیدو پر مهال په ټول هیواد کې له ۱۰۰ او ۱۱۹ شمېرو او په کابل کې په ۲۱۰۰۴۰۰ شمېرې له امنیتي ځواکونو سره په اړیکه کې شي.
دانش زیاته کړه، چې د ولسمشر د لارښوونې پر اساس اوس مهال امنیتي ځواکونه له طالبانو سره د اوربند رعایتولو ته ژمن دي خو د طالبانو د سرغړونې په صورت کې هر ډول دفاع ته چمتوالی لري.
 
https://avapress.com/vdcfjtdyyw6dvma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته