دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۳ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۵۲
د مطلب کود : 165365
مسلمیار: طالبانو غوښتنه د امریکا سره سولې مستقیمی خبری لپاره بی ځایه ده
د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار وايي، د طالبانو دا غوښتنه بې‌ځایه ده چې ګواګې له امریکا سره مستقیماً د سولې خبرې کوي.

د طالبانو د مشر له اختریز پیغام وروسته چې په‌کې له امریکایانو سره پر مسقیمو خبرو ټینګار شوی، د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس وايي، دا چې طالبان خپلواک نه‌دي نو دا ډول پلمې کوي.
ښاغلي مسلمیار وویل، که طالبان واقعاً غواړي چې په افغانستان کې سوله ټینګه شي، حد اقل د یو ځل لپاره دې له افغان حکومت سره په خبرو کولو د دوی اراده او استقلالیت وازمايي.
نوموړي زیاته کړه: "دا چې طالبانو ته د خبرو زمینه نه‌ده مساعده او یا هم نه‌غواړي چې خبرې وکړي، بیا وايي چې حکومت د سولې د خبرو صلاحیت نه‌لري، دا د دوی خبرې دي او زه‌یې ردوم، دا ورته وایم چې دوی خو دې د امتحان لپاره یو ځل اخلاقي جرأت وکړي او میدان ته دې راشي، بیا به ولیدل شي چې دوی خپلواک نه‌دي او که افغان حکومت."
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده د کوچني اختر په مناسبت په پیغام کې یو ځل بیا له امریکایانو سره د سولې په مستقیمو خبرو ټینګار کړی دی.
په پیغام کې همداراز راغلي چې که امریکایي چارواکي واقعاً د افغانستان د قضیې په سوله‎‌ییز حل باور لري، باید مستقیماً د مذاکراتو مېز ته راشي.
د طالبانو په پیغام کې له افغان حکومت سره د شوي اوربند په اړه څه نه‌دي ویل شوي.
 
https://avapress.com/vdcb0sb8srhb0fp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته