دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۴ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۴۶
د مطلب کود : 165369
د ښارجوړونې او مسکن وزارت وزیر او څلور معین استعفا ورکړي
سید سعادت منصور نادری، د ښار جوړونې او مسکن پخوانۍ وزیر، پرون اعلان کړ چی مخکې یی خپل استعفا و ولسمشر ته استولی دی او قبول شوی دی.


ښاغلی نادری، چهارشنبه په ورځ خبرنګارانو ته وویل چی د هغه استعفا د معینانو استعفا سره همزمان شوی دی.
هغه وویل: تصادفآ زما استعفا د ښاغلو معینانو تقاعد او استعفا سره برابر شوی دی او په دی برخه کې متاسفانه ځینی شایعات هم شتون لری.
مخکې له دی ځینی ریپورتونه شتون درلود چی ګویا ولسمشر غنی د ښار جوړونې او مسکن وزارت څلور معینان د دندې څخه برکناره کړی دی.
د ښارجوړونې او مسکن پخوانی وزیر خپل استعفا دلیل مریضی اعلان کړی چی د هغه په وینا، دوامدار تداوی ته اړتیا لری.
تراوسه افغانستان ریاست جمهوری د ښاغلی نادری استعفا قبول کیدو په اړه رسنیو ته معلومات نه دی ورکړی.
د هغه په وینا، د ریاست جمهوری فرمان په اساس، روشان ولسمل، د ښارجوړونې چارو معینیت مسؤول په حیث، سید نسیم خلیق، د تخنیکی چارو معینیت مسؤول په حیث، عزیز احمد ګلستانی، د مسکن چارو معینیت مسؤول په حیث او محمد همایون فیض، د تصدی ګانواو پالیسی ګانو چارو نوی معینیت په حیث ټاکل شوی دی.
سید منصور نادری، نږدی دری کاله مخکې، د ښار جوړونې او مسکن وزیر په حیث د ولسی جرګه باور رایه ترلاسه کړ.
 
 
https://avapress.com/vdcfvtdy1w6dvma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته