دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۴ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۵۲
د مطلب کود : 165371
نجیب دانش: د اوربند په وړاندی طالبانو هر ډول سرغړونې لپاره امنیتی ځواکونه هر ډول چمتو والی لری
افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وایی چی ولسمشر لارښوونې په اساس امنیتی ځواکونه طالبانو سره اوربند رعایتونو باندی ژمن دی خو که طالبان سرغړونه وکړی، امنیتی ځواکونه هر ډول دفاع ته چمتوالی لری.

ښاغلي دانش په یوه خبرې ناسته کې د وینا پر مهال وویل، چې عیدګاوې، جوماتونه، لویې لارې او تفریحي مرکزونه به تر هر بل ځایه د اختر ورځو کې تر کلک امنیتي پوښښ لاندې وي او د امنیتي پلان له مخې امنیتي ځواکونو ته د احضاراتو او له خلکو سره د مرستې امر شوی دی.
دانش له امنیتي ځواکونو سره د هیودوالو د همکارۍ د ټینګار ترڅنګ له کورنیو څخه وغوښتل چې خپلو ماشومانو ته د پټاقیو او اور ورکوونکو موادو د کارونې اجازه ور نکړي.
کورنیو چارو وزارت تېره ورځ په یوه رسمي اطلاعیه کې امنیتي ځواکونو ته لارښوونه کړې، چې د پټاقیو او اور ورکوونکو توکو د پیر او پلور مخنیوی وکړي او دغه ډول توکي له دکانونو څخه راټول کړي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند وویل، که څه هم د ځانګړو سیمو لکه تفریحي مرکزونو لپاره ځانګړي امنیتي تدابیر په پام کې نیول شوي خو بیا هم هیوادوال کولی شي چې د شکمنو کړنو د لیدو پر مهال په ټول هیواد کې له ۱۰۰ او ۱۱۹ شمېرو او په کابل کې په ۲۱۰۰۴۰۰ شمېرې له امنیتي ځواکونو سره په اړیکه کې شي.
 
https://avapress.com/vdciywazzt1aqp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته