دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۴ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۰۹
د مطلب کود : 165381
عبدالله د افغانستان او هند ترمنځ په تاریخي ټیسټ لوبه کې د ګډون لپاره بنګلور ته تللی
د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د افغانستان او هند کرکټ لوبډلو ترمنځ د تاریخي ټیسټ لوبې په خاطر بنګلورو ښار ته تللی.

ښاغلي عبدالله د افغانستان د لومړنی ټیسټ لوبې په خاطر د افغان لوبډلې د کوربه توب په خاطر د هند له کرکټ بورډ څخه مننه وکړه.
اجرائیه رئیس عبدالله په لومړنی ټیسټ لوبه کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ګډون یوه تاریخي ورځ وباله.
دا په داسې حال کې ده چې د هند لومړی وزیر نرندرا مودي وړمه شپه د یو بیان نشرولو سره وویل، چې هند ویاړ لري چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د خپل لومړنی او تاریخي ټیسټ لوبې لپاره د هند کرکټ ملي لوبډله غوره کړی دی.
هغه زیاته کړه، چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په ډیر کم وخت کې یې ډیرې لاسته راوړنې لرلې او د خپلو هلو ځلو په ترڅ کې یې تېرکال د کرکټ نړیوالې شورا بشپړ غړتیوب ترلاسه کړه.
ښاغلي مودي وایي، له ستونزو او ننګونو سره سم افغان لوبډله په بېلا بېلو لوبو کې یې د نړی د وتلو لوبډلو په وړاندې ډیر ښه ځلیدلي دي.
مودي وایي، کرکټ لوبه په افغانستان کې د خلکو ترمنځ د یووالي رامنځته کولو لپاره یو له مهمو عواملو ګڼل کېږي او هند ویاړ لري چې د یو با ثباته او سوکاله افغانستان لپاره د افغانانو ترڅنګ ولاړ دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjoievvuqemtz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته