خوښ ديک ۰

د کندهار ولايت څخه ولسي جرګې ته ۱۰۰ تنو ځانونه کاندید کړي

د کندهار ولايت د انتخاباتي کمېسيون استازي وايي، د کندهار ولايت څخه ولسي جرګي ته ۱۰۰ تنو ځانونه کاندید کړي چي په‎کې ۱۰ یې ښځې دي.
د کندهار ولايت څخه ولسي جرګې ته ۱۰۰ تنو ځانونه کاندید کړي
 د کندهار ولايت د انتخاباتي کمېسيون استازي وايي، د کندهار ولايت څخه ولسي جرګي ته ۱۰۰ تنو ځانونه کاندید کړي چي په‎کې ۱۰ یې ښځې دي.
د کندهار د والي له دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د ۶۵ کسانو اسناد تأیید شوي چې په‎کې پنځه ښځې او دوه کوچیان شامل دي.
په اعلاميه کې د انتخاباتو د کمېسیون د استازي له قوله ويل شوي چې په کندهار ښار کې د نوم‎لیکنې پروسه پای ته رسېدلې، خو په ولسوالیو کې لا تر اوسه دوام لري. 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
پنجشنبه ۲۴ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۵۷
د مطلب کود: 165386 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *