د ننګرهار ولایت مقام د یو بیان په نشرولو سره ویلي، چې د خپل منځي اختلافاتو له امله د یوې میرمنې په ګډون ۴ تنه ووژل شول او درې نور ټپیان شول .
خبرپاڼه زیاتوي، چې د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ د وزیرو په عزیز خیلو سیمه کې نن ماښام له روژه ماتې وروسته یو تن د خپل تره زامنو د کورنۍ د یوې میرنې په ګډون درې غړي په ډزو سره شهیدان او د یوې نجلۍ په ګډون یې درې نور ټپیان کړي دي .
د ولایت مقام په وینا، یاد کس چې د خپل تره زامنو د کورنۍ یادو غړو ته یې د خپل منځي اختلافاتو له امله مرګ ژوبله اړولې وه،هم د یادې کورنۍ د یو تن بل غړي له لورې په ډزو سره وژل شوی دی .
په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د یادې پېښې درې تنه ټپیان چې یوه په کې ماشومه نجلۍ هم ده،د سختو ټپونو له امله د جلال اباد حوزوي روغتون ته را لیږدول شوي دي .
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)