کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د رای ورکوونکو د نوم لیکنې په بهیر کې د درغلیو په تړاو ۵۸ کسان نیول شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 24 جوزا 1397 ساعت 11:44

د افغانستان د لویې څارنوالی چارواکي وایي، د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې په بهیر کې د درغلیو په تړاو ۵۸ کسان د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.


د لویې څارنوالی ویاند جمشید رسولي نن خبریالانو ته وویل، چې د رای ورکوونو د نوم لیکنې په بهیر کې یې د جعلي تذکرو د کارولو، د تذکرو د خرڅلاو او نورو درغلیو په تړاو پر ۲۴ قضیو څیړنې دوام لري.
نوموړی زیاته کړه، چې په دې تړاو لږ تر لږه ۵۸ کسان د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.
د ښاغلي رسولي په وینا، د رای ورکوونکو د نوم لیکنې په بهیر کې د درغلیو په تړاو د ټاکنو د خپلواک کمېسیون یو مامور هم نیول شوی دی.
د راپورونو له مخې، د راتلونکو ټاکنو لپاره تر ۶ میلیون زیات کسانو خپل نومونه ثبت کړي دي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي وایي، د ولایتونو په مراکزو او ولسوالیو کې د رای ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر پای ته رسېدلي خو په ځینو لرو پرتو کلیو کې دغه بهیر به د سرطان میاشتې ته نیمایې پورې دوام ولري.


د مطلب کود: 165394

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/165394/د-رای-ورکوونکو-نوم-لیکنې-په-بهیر-کې-درغلیو-تړاو-۵۸-کسان-نیول-شوي

آوا
  https://www.avapress.com