کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کوچني اختر په ویاړ په افغانستان کې دملګرو ملتونود ځانګړي استازي د مبارکۍ پیغام

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 24 جوزا 1397 ساعت 13:10

لکه څرنګه چې دنړۍ ټول مسلمانان له یوې میاشتې روژې او عبادتونو وروسته کوچنی اختر ۱۴ کال د جون ۸ لمانځي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په استازیتوب، زه ټولو افغانانو ته د اختر مبارکي وایم.



د تاریخي اوربند د اعلانیدو سره به په ټول هیواد کې افغان کورنۍ وکولای شي د اختر په ورځو کې په سوله ییزه توګه سره ټول شي، کوم چې د اوس لپاره د جګړې لنډ مهاله توقف دی، زه د جګړې له ښکلیو اړخونو څخه غواړم چې اوربند مراعات کړي او د تفکر، زغم او پیوستون د دغه شیبو احترام وساتي.   د اوربند د پراختیا  ، چې د کوچني اختر په مناسبت دپیوستون رامنځ ته شوی حس په راتلونکي کې هم دوام وکړي ،هیله مند یم زمینه برابره او هغه سوله له ځانه سره ولري، چې افغانان یې غواړي او حقدار یې دي.   
ملګري ملتونه سولې، امن او سوکالۍ ته د رسیدو په لاره کې دافغانستان له خلکو سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکوي.
اختر مبارک


د مطلب کود: 165403

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/165403/د-کوچني-اختر-په-ویاړ-افغانستان-کې-دملګرو-ملتونود-ځانګړي-استازي-مبارکۍ-پیغام

آوا
  https://www.avapress.com