دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۴ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۳۸
د مطلب کود : 165413
د سلمان خان د وژلو پلان شنډ شو
د هند په هاریانا ایالت پولیس چارواکي وایي، د هند وتلي فلمي ستوری د سلمان د وژلو پلان یې شنډ کړی دی.
د ټایمز آف انډیا د راپور له مخې، د هاریانا پولیس ځانګړي قطعې ممبي پولیس ته خبر ورکړی چې ځینو کړیو د سلمان خان د وژلو په لټه کې دی.
د هاریانا ایالت پولیس رسنیو ته ویلي، چې د سلمان خان د هڅو په تړاو د سمپت نهرا په نوم یوه نښه ویشتونکی د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی دی.
نهرا پولیسو ته ویلي، چې د راجستان مافیایي ډلې اړوند لارنس بشنوی له خوا د سلمان د وژلو لپاره په دنده ګمارل شوی وو.
په همدې حال کې د هاریانا ایالت پولیس وایي، د نهرا یو شمېر نورې ملګري لا هم په ممبي ښار کې یې ازاد ګرځي او ښایي پر سلمان خان د برید هڅې کوي.
بلخوا د پولیسو له خوا نیول شوی نښه ویشتونکی پولیسو ته ویلي، چې د هوسیو د ښکار قضیې په تړاو د سلمان د وژلو په لټه کې دی.
دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا دوه نیمې میاشتې مخکې د راجستان په جودپور ښار کې یوې محکمې د هوسیو د ښکار په جرم سلمان خان په پنځو کلونو بند محکوم کړی و.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfytdymw6dvja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته