دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۴ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۲۵
د مطلب کود : 165427
د افغانستان ولمسشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د حکومت او وسله والو طالبانو له خوا د اوربند د اعلان هرکلی وکړ.
نوموړی د کوچني اختر په مناسبت کې یې د یو بیان په نشرولو سره ویلي، چې د خوشحالی ځای دی چې په لومړی او له کابو ۴۰ کلونو تاوتریخوالو ورسته د افغانستان په اوسنی جګړه کې ښکېلو خواوو د اوربند د پرېکړې په اړه خبر ورکوي.
جنرال دوستم وایي د تاوتریخوالو او جګړو د پای په موخه له ټولو هلو ځلو ملاتړ کوي او پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې د اوربند په اړه د حکومت د پریکړې درناوی وکړي.
د هېواد د ولسمشر لومړی مرستیال د حکومت له خوا د اوربند د اعلان سره سره دوسله والو له خوا په کابل او نورو ولایتونو کې د وروستیو بریدونو په اړه اندیښنه څرګنده کړه او په جګړه کې ښکېل له ټولو خواوو وغوښت چې پیل شوي اوربند ته درناوي وکړي.
وسله والو طالبانو د شنبې په ورځ د یو بیان په نشرولو سره وول چې « ټولو مجاهدینو ته هدایت ورکول کیږي چې د کوچني اختر په اوله دوهمه اودریمه ورځ دې په ټول هیواد کې د داخلي مخالیفینو پرضد تعرضي عملیات ودروي، خو که په مجاهدینو تعرض وشي کلکه دفاع دې کويږ»
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني تېره اوونی د ویډیو پیام له لارې له وسله والو طالبانو سره د اوربند په اړه خبر ورکړ.
هغه زیاته کړه، چې په دغه موده به افغان ځواکونو د وسله والو طالبانو په وړاندې له پوځي عملیاتو لاس واخلي خو د داعشیانو، القاعدي او نورو بهرنیو ترهګرو په وړاندې به پوځي عملیات دوام ومومي
https://avapress.com/vdcaumn6049niy1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته