دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۷ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۲۱
د مطلب کود : 165468
د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک په کابل کې له طالبانو سره ولیدل
په داسې حال کې چې د افغانستان د ملي دفاع وزارت چارواکي د حکومت او طالبانو له خوا د اوربند د مراعت په اړه خبر ورکوي، د هېواد د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک په کابل ښار کې د طالبانو له یو شمېر استازو سره لیدلي دي.
په ټولنیزو شبکو کې خپاره شوي انځورونه ښیي چې ښاغلي برمک د اختر په دویمه ورځ یې لیدلي دي.
که څه د کورنیو چارو وزارت په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو په خواله رسنیو کې ویل شوي ښاغلي برمک د وسلوالو طالبانو هرکلي لپاره د کابل ښار کمپنۍ سیمې ته تللی.
په همدې حال کې ښاغلي برمک بي بي سي ته ویلي “د میدان وردګ په لار مې ګزمه کوله چې وسلوال طالبان مې له موټر ولیدل، دوی خپل موټر ودراوه زه هم ور کوز شوم چې احوال پرسي ور سره وکړم”.
هغه زیاته کړه “ما طالبانو ته وویل، چې دا خو نظام دی کومه ستونزه او مشکل خو به نه وي کومه ستونزه ګورې او ځورول شوی خو به نه یې”.
بلخوا د ملي دفاع وزارت چارواکي وایي د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې اوربند په بشپړ مراعت شوی.
چارواکي زیاتوي، چې د هېواد په ځینو برخو کې امنیتي او دفاعي ځواکونو او وسله وال طالبان له يو بل سره روغبړ هم کړی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfvtdycw6dvja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته