کيودو خبري اژانس راپور ورکړى چې په مړو کې دوه بوډاګان او يوه ٩ کلنه نجلۍ شامله ده.
د جاپان صدراعظم شينزو ابې وويل:
"حکومت هڅه کوي په زلزله ځپلي ښار اوساکا او شااوخوا سيمو کې د خلکو ژوند خوندي کړي."
د جاپان چارواکي وايي، زلزلې د ودانيو ښيښې ماتې کړې او د ودانيو ځينې برخې يې ونړولې.
د جاپان د هوا پوهنې ادارې په حواله، د زلزلې شدت د رېښتر په مقياس ۶،۱ درجه و او مرکز يې تر ځمکې ١٠ کېلو متره لاندې ژور و.
د چارواکو په حواله زلزلې په سيمه کې د جاپان اټمي ري-اکټورونه نهدي اغېزمن کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)