کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کونړ ولایت کې نښتې او هوایي برید داعشیانو ته مرګ ژوبله اړولې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 28 جوزا 1397 ساعت 13:37

په کونړ ولایت کې د نښتې او هوایي برید په ترڅ کې لږ تر لږه درې تنه د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


د افغانستان د ملي دفاع وزارت په وینا، د داعشیانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې د چپه درې ولسوالی په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.
سرچینه زیاتوي، چې د د امنیتي ځواکونو د ځوابی برید او هوایي برید په ترڅ کې د داعش دوه غړي وژل شوي.
ملي دفاع وزارت وایي، د نښتې او هوایي برید په ترڅ کې د داعش یوه غړی ټپي هم شوی دی.
د داعش خراسان په ګډون د دولت ضد وسله والې او ترهګرې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د کونړ  ولایت په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.
په همدې حال کې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعشیانو په وړاندې پوځي عملیات او هوایي بریدونه دوام لري.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونی هم د هوایي بریدونو په ترڅ کې د داعش دوه غړي د وته پور ولسوالی په مربوطاتو کې وژل شوي وو.


د مطلب کود: 165541

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/165541/په-کونړ-ولایت-کې-نښتې-او-هوایي-برید-داعشیانو-ته-مرګ-ژوبله-اړولې

آوا
  https://www.avapress.com