دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۸ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۲۷
د مطلب کود : 165568
د احتمالي نوماندانو لومړی لست به په راتلونکو لسو ورځو کې اعلان شي
د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو لپاره د نوماندانو د نوملیکنې پروسه د روانې جوزا میاشتې له پنځمې تر دوه ویشتمې نیټې پورې دوام وکړ.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي دوې د نوماندانو د نوملیکنې لپاره ۹۹۶۵ فورمې ویشلې وې چې له دې شمیر څخه ۶۴۷۸ کسانو د نوماندۍ لپاره نوملیکنه کړې ده.
د یاد کمیسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي امریکا غږ ته وویل د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو لپاره به د نوماندانو لومړنی یا ابتدایي لست د سرطان میاشتې په ۷ نیټه خپور شي.
ښاغلي ابراهیمي وویل کمیسیون وروسته له هغې چې د مرکز او ولایتونو د احتمالي نوماندانو اسناد ارزیابي کړي د دوې لومړنی لست به خپور کړي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي چې دا مهال په ټول افغانستان کې ۲۴۸۴ کسانو د ولسي جرګې او نیږدې څلور زره کسانو د ولسوالیو شوراګانو لپاره نوملیکنه کړې ده.
څلورو ولایتونو کې د ولسوالیو شوراګانو لپاره ښځو حتی نوملیکنه نده کړې.
څلورو ولایتونو کې د ولسوالیو شوراګانو لپاره ښځو حتی نوملیکنه نده کړې.
دغه کمیسیون وایي وروسته له هغې چې لومړنی لست خپور شو د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ته لیږدول کیږي او وروسته له هغې وروستی لست خپریږي.
له ټاکنو څخه د څار یو شمیر بنسټونه هم د ټاکنو له دغې پروسې ملاتړ کوي خو په ورته وخت کې ستونزو ته هم ګوته نیسي.
له رڼو ټاکنو څخه د څار بنسټ وایي چې د نوماندانو د لومړني لست په جوړولو کې یو شمیر تخنیکي ستونزې او خنډونه دي چې باید مخ له وړاندې حل شي.
د دغه بنسټ مشر محمد نعیم ایوب زاده امریکا غږ ته وویل "د سټیکرونو کوډ چې د تذکرو په زرو کاپیانو لګول شوی دی باید اصلي او بدل یې معلوم شي ددې مسلې تفکیک ډیر ستونزمن دی که چیرې ورته یو سم ډیټابیس جوړ نه شي کمیسیون نه شي کولای د ۳۴ ولایتونو سټیکرونودغه کوډونه سره بیل کړي زه فکر نکوم کمیسیون د وکولای شي په نیږدې راتلونکې کې دې دا ارزونه ترسره کړي".
د ټاکنو د څار بنسټونه وایي په راروانو ټاکنو کې د ولسوالیو شوراګانو د نوماندانو مسله نا معلومه او ګنګه ده.
له رڼو ټاکنو څخه د څار بنسټ وایي چې د ولسوالیو شوراګانو د کمپاین بڼه،حقوقي چارچوکاټ او د وظایفو لایحه نده مالومه چې له امله یې خلک مخصوصا ښځې دغو څوکیو ته د نوماندۍ لپاره زړه نه ښه کوي.
دغه بنسټ وایي په څلورو ولایتونو کې د ولسوالیو شوراګانو لپاره ښځو حتی نوملیکنه نده کړې.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcg3n9q7ak93n4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته