دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۹ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۳۳
د مطلب کود : 165579
طالبان باید د افغانستان د حکومت سره خبرې وکړي - کننګهم
په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر جیمز کننګهم وایي هغه وسله وال مخالفین چې په خوندي ځایونو کې اوسیږي او وسله والې جګړې کوي، باید د یوې نظامي لارې یوې روغې ته مجبور کړل شي.
سفیر کننګهم د اشناتلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې د طالبانو سره د أفغانستان د حکومت د سولې په پروسې او وروستیو نا امنیو خبرې کړي.
کننګهم وایي دا تجربه په سوریه کې وکارول شوه چې امریکا وویل په سوریه کې به داعش ته ماتې ورکړي او یا به يي له هغو سیمو وشړي چې کنترول پری لري. خو ښاغلي کننګهم وویل ایډیالوژي په زور نه ماتیږي او ددی کار دپاره په إسلامي نړۍ کې سیاسي، مذهبي او فرهنګي همکاري په کار ده چې إسلامي نړۍ دا ثابته کړي چې افراطیت د اسلام اصلي مقصد او مرام ندی، برعکس اسلام داسی پاک دین دی چې تر یومیلیارد زیات مسلمانان په ټوله نړۍ کې پدې عقیده سوله ایز ژوند کوي. د کننګهم په باور دا ډول همکاري به زیات وخت ونیسي.
​کننګهم پدې مرکه کې وایي د طالبانو په دریځ کې هم یو ایډیالوژیک عنصر شته چې همدا ستونزه ده، خو هره شخړه مدام په سیاسي موافقو حل کیږي چې طالبان هم بیرته یوځای کیدلی شي او اکثریت افغانان هم غواړي چې په سیمه کې یو امن أفغانستان اباد کړي.
د کننګهم په باور اوس وخت ځنی امیدونه پیدا شوي چې که مثبته نتیجه ورکړي او موجوده محدود اوربند وغزول شي او د سیاسي خبرو دپاره زمینه مساعده کړي. دغه دیپلومات وایي متاسفانه امریکا مجبوره ده چې نظامي عملیات او هڅو ته دوام ورکړي او ولسمشر ډانلد ټرمپ پدې اړه څرګند استدلال کړې دی. کننګهم وایي امریکا باید د طالبانو سره خبرې وکړي ځکه امریکا په أفغانستان کې باید یو نقش ولري او باید طالبانو ته واضح ووایو چې د امریکا نقش او لرلید څه دی.
جیمز کننهګم وویل امریکا او د أفغانستان نور متحدین د کلونو راهیسې پدې کار کړې چې وسله وال مخالفین خبرو ته حاضر کړي او پدې باید پوه شي چې د جګړې له لارې هیڅکله بري ته نه رسیږي او نړۍ به يي هیڅ کله په رسمیت ونه پیژني. کننګهم ټینګار پدې و چې طالبان باید د أفغانستان د حکومت سره مخامخ خبرې وکړي او د خپل هیواد ستونزه خپل منځ کې حل کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciywaz3t1aqw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته