دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۹ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۵
د مطلب کود : 165585
ولسمشر غنی او ګلبدین حکمتیار طالبانو سره اوربند په اړه خبری کړي
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غنی او اسلامی ګوند مشر حکمتیار د طالبانو سره د اوربند په اړه خبری کړي دی.

د جمهوري ریاست له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې غني نن غرمه د اسلامي حزب د مشر ښاغلي ګلبدین حکمتیار کور ته ورغی او د نېکمرغه کوچني اختر مبارکي یې ورکړه.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې کتنه کې ښاغلي حکمتیار د جمهوررئیس غني او ورسره پلاوي له ورتګه مننه وکړه او د اختر مبارکۍ تر څنګ یې د جمهوررئیس د اوربند له نوښته قدرداني وکړه وې ویل، سوله د افغانستان د خلکو غوښتنه ده او موږ د اوربند او سولې پروسې څخه ملاتړ کوو.
 ولسمشر غني وویل، درې ورځني اوربند په ډاګه کړه چې سوله په سرتاسري اجماع بدله شوی ده.
هغه زیاته کړه، د بېلابېلو سیاسي ګوندونو او  اقشارو  سره د سولې په اړه مشورې کوو او په دې برخه کې ستاسې له رغنده لیدلوري مننه کوم.
دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت وایي له وسله والو طالبانو سره د اوربند موده د لسو ورځو لپاره تمدید کړی دی.
خو وسله والو طالبانو د یکشنبې په شپه د یو بیان په نشرولو سره وویل چې له حکومت سره درې ورځني اوربند پای ته رسېدلی او د یاد ډلې وسله والو به د افغان او بهرنیو ځواکونو او حکومت په وړاندې خپل بریدونو ته دوام ورکړي.
 
https://avapress.com/vdcfctdytw6dvta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته