د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې چې پرون خپور شو ویلي دا تیاری د دې هېواد د هغې ژمنې یوه برخه ده چې په مارچ میاشت کې یې د تاشکند په کنفرانس کې کړې وه.
بیان زیاتوي، ازبکستان د تاشکند له اعلامیې سره سم له بېلابېلو اړخونو او په دې ډله کې د طالبانو له جګپوړو استازو سره تماسونه نیولي دي او له هغو سره یې د خبرو د پیل او په افغانستان کې د دوامدارې سولې او ثبات د ټینګښت او اقتصادي پرمختګ په اړه خبرې کړي.
په بیان کې نه ده واضح شوې چې دا تماسونه څه وخت او له کومو طالب مشرانو سره نیول شوي دي.
په بیان کې د روژې د پای او اختر په ورځو کې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د اوربند او همدا راز د دې اوربند د مودې د غځولو په اړه د ولسمشر اشرف غني د اعلان ستاینه شوې.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)