دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۹ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۴۴
د مطلب کود : 165590
د فوټبال نړیوال جام: نن سې شنبې درې لوبې ترسره کېږي
په روسیه کې د فوټبال نړیوال جام لوبو په دوام نن سې شنبې «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۹» ​درې لوبې ترسره کېږي.

په لومړۍ لوبه کې کولمبیا له جاپان سره سیالۍ کې چې دا لوبه د سیمې پر وخت دوه بجې او د کابل په وخت د مازدیګر څلورنیمې بجې ترسره کېږي.
تردې وروسته د پولنډ او سنیګال ترمنځ لوبه پراووه نیمې بجې پیلېږي او درېیمه لوبه هم د روسیې او مصر ترمنځ کیدونکې ده. دواړه لوبډلې نن شپه د افغانستان په وخت لس نیمې بجې لوبه پیلوي.
د تېرې ورځې او تېرې شپې په سیالیو کې د سویډن لوبډله یود صفر په وړاندې جنوبي کوریا ته ماته ورکړه.
بلجیم له پانامې څخه درې -صفر لوبه وګټله او انګلستان وتوانېد تونس ته دوه د یو په وړاندې ماته ورکړي.
د انګلستان له لوري دواړه ګولونه هرې کین Harry Kane ووهل.
د نن شپې په لوبو سره به د مصر او روسیې دوهمه ګروپي لوبه پیل شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb9sb8grhb0sp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته