دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۹ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۰۰
د مطلب کود : 165592
ایټالیا له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د مرستې ژمنه تازه کړه
ایټالیا د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې یې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د مرستې ژمنه تازه کړه.
د ایټالیا دفاع وزیرې اغلي الیزابت ترینتا د ملي یووالي حکومت له جرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره د کتنې پر مهال افغانستان د ایټالیا دوست او متحد هېواد وباله.
نوموړې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې یې د ایټالیا د حضور په اړه ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې ایټالیا چمتو دي چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د پیاوړتیا په برخه کې له افغانستان سره خپلې مرستې ته دوام ورکړي.
ښاغلي عبدالله له افغانستان سره د ایټالیا د مرستو او د ایټالیایي ځواکونو د حضور او قربانیو ستاینه وکړه.
د هېواد اجرائیه رئیس له اغلي ترینتا سره د کتنې پر مهال د افغانستان د روانو حالاتو په اړه معلومات ورکړ.
ټاکل شوې چې د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس د افغانستان لپاره د خوړا نړیوال پروګرام په چوکاټ کې یې د سټراتیژیک طرحې د تصویب لپاره په یوه ناسته کې ګډون وکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdnk0fxyt09k6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته