دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۹ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۵۶
د مطلب کود : 165606
له سعودي سره هوایي دهلېز به په راتلونکي اوونی کې پرانیستل شي
په مالي او بانکي چارو کې د ولسمشر د ستر سلاکار د دفتر د عامه اړیکو مسوول ښاغلي سمیر رسا وایي له سعودي عربستان سره هوایي دهلېز به په راتلونکي اوونی کې پرانیستل شي.
ښاغلي رسا په یوه خبرې ناسته کې د وینا پر مهال وویل، چې د افغانستان او عربستان ترمنځ د هوایي دهلیز هوکړه لیک لاسلیک شوی او په راتلونکې اوونۍ کې به په لومړۍ الوتنه کې ۵۰۰ کیلوګرامه زغفران او نور سوداګریز توکي جدې ښار ته ولېږدول شي.
هغه زیاته کړه، چې تر دې مهاله د افغانستان- هندوستان، افغانستان – قزاقستان او افغانستان – ترکیې د هوایي دهلیزونو له لارې د ۵۱ میلیونو ډالرو په ارزښت ۲۶۰۰ ټنه سوداګریز توکي په ۱۰۰ الوتنو کې یادو هیوادونو ته لېږل شوي دي.
نومړی په همدې حال کې وویل، چې د اقتصادعالي شورا د خصوصي سکتور د هڅونې او ملاتړ په موخه ۱۱ ولایتونو کې ۱۳ صنعتي پارکونو ته په ټیټه بیه د ځمکو د وېشلو پرېکړه کړې.
دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت له دې وړاندې له هندوستان او ترکیې سره د سوداګریزو توکو د صادراتو لپاره ورته هوایي دهلېزونه پرانیستلي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjyievmuqemmz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته