دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۹ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۱۱
د مطلب کود : 165623
په ارګ کې د سیاسي او جهادي مشرانو مشورتي ناسته تر سره شوه
د ولسمشرۍ د څرګندونو له مخې؛ د سې شنبې پر ورځ( د غبرګولي ۲۹) له غرمې مخکې ولسمشر غني د هېواد له جهادي او سیاسي مشرانو سره د سولې بهیر او اوربند په اړه مشورتي ناسته تر سره کړه.
ولسمشرۍ څرګنده کړې، چې په دې ناسته کې حاضرو ټولو سیاسي او جهادي مشرانو د اوربند له غزیدو او د سولې له بهیره ملاتړ ښکاره کړ.
همدارنګه دغو مشرانو د اوربند په موده کې د هېواد د اوضاع د ښه مدیریت په اړه خپلې سپارښتنې او وړاندیزونه له ولسمشر اشرف غني سره شریک کړل.
خبرپاڼې دغه راز په ډاګه کړې؛ جهادي او سیاسي مشرانو له طالبانو وغوښتل، چې د هېواد د خیر، فلاح او د افغانانو د هوساینې لپاره دې ژر تر ژره د سولې مذاکرات پيل کړي.
ولسمشر اشرف غني له سیاسي او جهادي مشرانو څخه د مننې تر څنګ جهادي او سیاسي مشرانو ته په ډاګه کړې، چې، ستاسې نظریات د هېواد په ملي، سیاسي او لویو مسائلو کې تل مهم ول، دي او مهم به وي.
ولسمشر ژمنه کړې، چې له جهادي او سیاسي مشرانو او همدارنګه سیاسي ګوندونو سره به د هېواد د مهمو مسائلو په اړه دا ډول مشورتي غونډې او ناستې روانې وساتل شي.
دغه راز په افغانستان کې د امریکا سفیر په افغانستان کې درې ورځنی اوربند د ټینګار وړ ګڼلی او وایي، چې د اوسنیو ستونزو د حل زمینه یې برابره کړې ده.
په افغانستان کې دامریکا سفیر جان بس ویلي: که تېرې اوونۍ ته یوه ځغلنده نظر واچوو؛ نو پوهیږو، چې کیدی شي ورسره د افغانستان حالت بدلون ومومي، دا امکان هم شته، چې ستونزې حل کړي او دا د سولې پر لوري یو حرکت هم دی او د افغانستان خلک یې په اړه کولی شي بېلابېل فکرونه وکړي.
د ولسمشرۍ ویاند شاه حسین مرتضوي هم نن مازیګر په یوه خبري ناسته کې د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ له سیاسي او جهادي مشرانو سره له مشورتي ناستې خبر ورکړ او په ډاګه یې کړه، چې په دې ناسته کې د سولې او اوربند په اړه هر اړخیزې خبرې شوې دي.
 په دې مشورتي ناسته کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون حضرت صبغت الله مجددي، عبدرب رسول سیاف، ګلبدین حکمتیار، یونس قانوني او نورو جهادي مشرانو او د سیاسي ګوندونو استازیو برخه درلوده.
د یادونې وړ ده، چې له اووه لس کلونو وروسته وسلوالو طالبانو په لومړي ځل خپلې یو شمېر وسلې امنیتي کمربندونو ته وسپارلې او له پلټنې وروسته د هېواد پلازمېنې ته رادننه او د ښځو په ګډون امنیتي ځواکونو او خبریالانو ورسره تر درې رنګه او سپین رنګه بیرغونو لاندې یادګاري انځورونه واخیستل؛ خو له درې ورځني اوربند وروسته بیا د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې جګړې پیل او د مرګ و ژوبلې خبرونه واوریدل شول.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcirwazpt1aqq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته