دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۹ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۴۶
د مطلب کود : 165628
د افغانستان لوړپوړي امنیتي چارواکي پاکستان ته تللي
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار، د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت عمومي رئیس د افغان سولې او له وسله والو طالبانو سره د اوربند په مسئلو له پاکستاني چارواکو سره د خبرو اترو لپاره اسلام اباد ته ولاړل.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش د سې شنبې په ورځ مازیګر ازادي راډيو ته وویل چې په دې سفر کې د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک او د ملي امنیت عمومي رئیس معصوم ستانکزی شامل دي.
"د هغو سفرونو په دوام چې څو وارې مخکې هم ترسره شوي، نن د ملي امنیت مشاور، د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت عمومي رئیس پاکستان ته لاړل او ټاکل شوې چې د سولې او اوربند پر مسئلو خبرې اترې وشي او په دې اړه به نور جزیات د دغه پلاوي له راتګه وروسته په ډاګه شي."
دا چې دغه سفر به څو ورځې دوام وکړي او په ترڅ کې به يې له کومو پاکستاني چارواکو سره ولیدل شي، ښاغلي دانش په دې اړه بې خبري وښوده.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې افغان حکومت د وسله والو طالبانو پرضد اتلس ورځې اوربند اعلان کړی، خو د وسله والو طالبانو درې ورځنی اعلان شوی اوربند د کوچني اختر په درېیمه ورځ پای ته رسېدلی دی.
د کوچني اختر په دې درېیو ورځو کې طالبان او افغان پوځيان په خپلو کې ونه جنګېدل خو د اختر د درېیمې ورځې په پای ته رسېدو وسله والو طالبانو په افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو دوباره خپلې حملې پیل کړې.
د اوربند له دې اعلان وړاندې د پاکستان د پوځ د لوی درستیز په ګډون، یو شمېر پاکستاني چارواکو افغانستان ته سفر کړی و.
همدا شان د افغانستان د ملي امنیت سلاکار او یو شمېر افغان چارواکي هم پاکستان ته تللی وو.
کابل باور لري چې اسلام اباد کولای شي چې طالبان له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرو ته کېنوي.
په همدې حال کې د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي چې د اختر په ورځو کې اوربند وښوده چې پاکستان د دې توانايي لري چې پر طالبانو فشار وارد کړي، ترڅو له دغې ډلې سره د سولې خبرې اترې پیل شي.
عبدالقادر ځاځی وطندوست
د دې جرګې یوه غړي عبدالقادر ځاځي وطن دوست ازادي راډيو ته وویل:
"پاکستان کولای شي چې د طالبانو د اوربند موده وغځوي او هغه ترورېستي ډلې چې د دغه هېواد له خوا تمولېږي، ورته ووايي چې اوربند ته دوام ورکړي."
ښاغلی ځاځي باور لري چې د وسله والو طالبانو په ګډون، د افغان حکومت یو شمېر مخالفې وسله والې ډلې د پاکستان له خوا تمولېږي، خو له افغانستان سره د دې هېواد په رښتینې مرستې شک لري.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdxk0fjyt0996.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته