کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اوربند او سولې په تړاو طالبانو مشرتابې د ولسمشر غني تازه پیغام

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 30 جوزا 1397 ساعت 10:05

ولسمشر محم اشرف غني وایي که طالبان اوربند ته تیار وي، حکومت چمتو دی چې اوربن یو کال نور وغځوي.



نوموړی پرون د هلمند د سولې ولسي کاروان له غړو سره د کتنې پر مهال بانووغوښتل چې له کوم قید او شرط پرته له حکومت سره مذاکرات وکړي.
هغه زیاته کړه، چې لکه څنګه چې طالبانو درې ورځنی اوربند ومانه، کولای شي یو کلن او تلپاتې اوربند هم ومني، ځکه موږ د علماو د متفقې فتوا په اساس اوربند اعلان کړ او دا د افغانستان د ملت د اجماع، نیت او ارادې په مانا دی.
ولسمشرغني له هغوی څخه وغوښتل چې پر بین الافغاني سوله باور وکړي، ځکه تل دې پروسې نتیجه ورکړې. هغه وویل، طالبان دې د مذاکرې ادرس مشخص کړي او حکومت اقداماتو ته چمتو دی.
د ولسمشر غني په وینا، طالبان کولای شي خپلې ټولې اندېښنې له حکومت سره شریکې کړي ، طرحه برابره او د تطبیق لپاره یې مذاکره وکړي. هغه څرګنده کړه، افکار باید بدلون وکړي او لومړی افغانستان خودکفا کړو، ځکه له امنیت او سولې سره هر څه تحقق مومي.
په همدې حال کې ولسمشر غنی د سولې ولسي حرکت ته په خطاب کې وویل: هر چېرې چې وایئ زه حاضر یم چې د سولې د مذاکراتو په خاطر لاړ شم ، سوله او امنیت د افغانستان د خلکو غوښتنه ده.
نومړی همداشان د سولې ولسي حرکت غړو څخه یې وغوښتل چې د طالبانو مشر ملا هیبت الله اخندزاده ته دې ورشي او له هغه دې د اوربند غوښتنه وکړي.


د مطلب کود: 165650

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/165650/د-اوربند-او-سولې-په-تړاو-طالبانو-مشرتابې-ولسمشر-غني-تازه-پیغام

آوا
  https://www.avapress.com