دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۰ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۴۵
د مطلب کود : 165652
امریکا د بشری حقونو شورا څخه ووته
امریکا د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا څخه ووته.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هیلي پرون سې شنبه «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۹» اعلان وکړ چې هېواد یې په دې خاطر د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا ووت چې د دې په خبره دې شورا د اسرائیل پر ضد دریځ نیولی و او اصلاحاتو ته‌یې اړتیا درلوده.
د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ادارې دا پرېکړه ستایلې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا مشر رعد الحسین بیا دا پرېکړه خواشینوونکې بللې ده.
اروپايي ټولنې ویلي:
"د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا څخه د امریکا د ایستلو په اړه د ولسمشر ډونالد ټرمپ پرېکړه به په نړیواله کچه د ډموکراسۍ د ملاتړي او اصلي لوبغاړي په توګه د امریکا رول تر سیوري لاندې راولي."
اروپايي ټولنې ویلي چې ټول ۲۸ غړي هېوادونه‌یې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته ژمن پاتې کېږي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۲۰۰۶ میلادي کال کې جوړه شوه او واشنګټن د جورج ډبلیو بوش د ولسمشرۍ په دوره کې په‌کې ګډون ونه‌کړ، خو بارک اوباما په ۲۰۰۹ میلادي کال کې له دې شورا سره د امریکا د یوځای کېدو غوښتنه وکړه.
https://avapress.com/vdcammn6u49nii1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته