د غه پورونه د کرنې وزارت، د امریکا متحده ایالتونو نړیوال پراختیایي ادارې او نور ملي او نړیوالو بنسټونو له خوا د بزګرانو په واک کې ورکړل شوي دي.
دغه ملي سروې چې، د زون په کچه له دوه زره او ۷۳۴ بزګرانو سره د مرکې په بڼه ترسره شوې ده دا څرګندوي چې، له ۲۰۱۵ ام کال څخه را په دېخوا بزګرانو ته د پورونو دورکړې کچه ۲۷.۵ سلنه زیاته شوې ده. له دې ډلې ۱۱.۲ سلنه یې بزګرې مېرمنې دي چې، پورونه یې ترلاسه کړې دي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مسلکي معینیت چارسمبال حمدالله همدرد نن چهار شنبې د غبرګولیي په ۳۰ مه د تقاضا او کرنیزو چوپړونو د ملي سروې د پایلو په مراسمو کې وویل چې، د دې سروې پایلي د کرنې وزارت او نورو همکارو بنسټونو سره د کرنیزو فعالیتونو او کرکېلي په برخه کې د برنامو د چمتو کولو په برخه کې مرسته کوي. ښاغلي همدرد زیاته کړه چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت بزګرانو ته د پورونو د ورکړې په موخه ۴۳۰ میلیونه افغانۍ بودیجه لري.
په همدې حال کې «د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو د نړیوال پراختیایي ادارې د کرنیزو پورونو د پرمختیا د برنامې د دویم فاز» مشره ګریټا ګریټهوس وایي چې، بزګرانو ته د ورکړل شویو پورونو ډېری برخه وړې پورونه دي. مېرمن ګریټهوس وویل چې، ډېر شمېر بزګران غواړي غیر رسمي پورونه ترلاسه کړي.
همداراز د متحده ایالتونو د نړیوال پراختیایي ادارې د کرنیزو پورونو د پرمختیا د برنامې د دویم فاز یوتن تخصص وایي چې، کرنیز پورونه د ټولو بزګرانو لپاره یوشان نه دي او بزګران په بېلابېلو کچو پورونو ته اړتیا لري. هغه ټینګار وکړ چې، پورونه باید په رسمي او غیر رسمي، تجارتي او فصلي بڼه ورکړل شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)