دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۰ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۱۲
د مطلب کود : 165670
د 716 ملیون افغانیو په ارزښت، د برښنا د پینځو مهموو پروژو د تړونونو لاسلیک کړل
د افغانستان برښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس انجنیر امان الله غالب د شپږو مختلفو شرکتونو له رئیسانو سره د 716 ملیونه څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت د برښنا د پینځو مهموو پروژو تړونونه لاسلیک کړل.
 په دې پروژو کې د افغانستان برښنا شرکت د جنراټورونو لپاره د اړتیا وړ ډیزل تیلو، د برښنا شرکت د اوسپنیزو او کانکریټي پایو او د خنجان ولسوالۍ د 20/0.4 کیلوولټ برښنا شبکې لپاره د تجهیزاتو تدارک، د مخابراتي شبکو له لارې د IVRS خدمتونو فعالول او تدارک او د غور برشنا د 600 کیلوولټ یو پایه جنراټور ترمیم شامل دي.
لومړی پروژه په دوو برخو کې د افغانستان برښنا شرکت د ډیزل جنراټورونو لپاره د اړتیا وړ ډیزل تیلو تدارک دی.
ددې پروژې لومړی برخه د (378,988,347.5) افغانیو په ارزښت د کندهار د جنراټورونو لپاره د ډیزل تیلو تدارک دی، چې تړون یې د افغانستان برښنا شرکت او نوي نوید فخري لمیټیډ د سوداګریز شرکت  سره او ددې پروژې دوهمه برخه د کندهار د شوراندام د صنعتي پارکونو لپاره د ډیزل تیلو تدارک دی چې تړون یې د (121,989,432.6) افغانیو په ارزښت د یاران اصیل د لوژستیکي خدمتونو له شرکت سره لاسلیک شو.
ټاکل شوي ددې پروژو چارې له تړون وروسته د ۱۲ میاشتو په لړ کې بشپړې شي.
دوهمه پروژه د افغانستان برښنا شرکت لپاره د اوسپنیزو او کانکریټي پایو تدارک دی، چې تړون یې د (179,565,635.9) افغانیو په ارزښت د کنک د لوژستیکي خدمتونو له شرکت سره لاسلیک شو.
ددې پروژې چارې به د شپږ میاشتو په لړ کې بشپړې شي. 
د یادولو وړ دی چې د پورته ذکر شویو پروژو د لګښت پیسې د افغانستان برښنا شرکت له بودجې څخه ورکول کیږي.
دریمه پروژه د غور برښنا د 600 کیلوولټ آمپیر یو پایه جنراټور د پرزو تدارک او ترمیم دی، دا پروژه (347,000) ملیونه افغانۍ ارزښت لري، چې تړون يې د نعمت الیاس د جنراتورونو ترمیم او ویرنګ سازی شرکت سره لاسلیک شو، چې چارې به یې د دوو میاشتو په لړ کې بشپړې شي.
څلورمه پروژه د خنجان ولسوالۍ د 20/0.4 د برښنا شبکې لپاره د 39 قلمه تجهیزاتو چمتو کول دي، چې ددې ولسوالۍ د اندراب نه تر نوآباد او د اندراب تر خوشدرې سیمې په دربر کې نیسې، نوموړي پروژه (34,998,000) افغانۍ ارزښت لري، چې تړون یې د افغانستان برښنا شرکت او شیرزي شبیر لمټیډ شرکت ترمنځ لاسلیک شو.
دا پروژه د افغانستان برښنا شرکت او مالیه وزارت له خوا په مشترک ډول تمویلیږي، چې په شپږو میاشتو کې به یې چارې بشپړې شي.
وروستۍ پروژه د مخابراتي شبکو له لارې د تعاملي غږ د ضبط سیسټم (IVRS) د خدمتونو تدارک او فعالول دي، چې تړون یې د برښنا شرکت او تیلي کام دیویلپمنت کمپنۍ افغانستان کورپوریشن ( روشن) ترمنځ د (300,000) افغانیو په ارزښت لاسلیک شوی او د یو کال په لړ کې به عملي کیږي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdca0mn6w49nii1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته