کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د غزنی څو ولسوالیو او مرکز باندی د طالبانو ۹ بریدونو مخه ونیول شوه

31 جوزا 1397 ساعت 8:20

غزنی سیمه ایز چارواکې خبر ورکوی چی د طالبانو نږدی ۹ بریدونه د غزنی مرکز او ولسوالیو باندی مهار شوی دی.


 

عارف نوری؛ د غزنی والی ویناد د آوا خبرنګار سره په تلفنی اړیکه کې وویل چی طالبان د سه شنبه ماښام د زنه خان، مقر، اندر، ګیلان او غزنی نورو مرکزی سیمو کې امنیتی پوستې تر برید لاندی راغلی وو چی ټول بریدونه یی د امنیتی ځواکونو مقاومت په دلیل شاته وتمبول شو او طالبانو ته سخت مرګژوبله واوښته.
هغه وویل چی تراوسه د طالبانو تلفاتو څخه دقیق معلومات په لاس کې نشته.
نوری زیاته کړه چی ددی بریدونو په ترڅ کې یو سرتیری ټپی شوی او نور امنیتی ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
همدارنګه غزنی والی ویاند وویل چی د اندر په ولسوالی کې د هوایی برید په ترڅ کې ۴ تنه طالبان وژل شوی او ۳ تنه نور ټپیان شوی دی.
 


د مطلب کود: 165692

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/165692/د-غزنی-څو-ولسوالیو-او-مرکز-باندی-طالبانو-۹-بریدونو-مخه-ونیول-شوه

آوا
  https://www.avapress.com