دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۱ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۳۳
د مطلب کود : 165694
سرپل کې دولت وسله والو مخالفینو ته مرګژوبله اوښتي
د سرپل ولایت په مربوطاتو کې د هوایي او توپچي بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۱ تنه د ولت ضد وسله وال وژل شوي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي، د وسله والو په وړاندې تازه بریدونه د صیاد ولسوالی په مربوطاتو کې ترسره شوي.
سرچینه زیاتوي، چې عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۶ تنه وسله وال ټپیان هم شوي دي.
د ملي دفاع وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي ”د هوايي او توپچي بریدونو په ترڅ کې د سرپل ولایت په صیاد ولسوالۍ کې 11 تنه ترهګر وژل شوي، 16 تنه ټپیان، د دښمن 5 موټرسایکل او یو شمیر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي. “
په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو له دې وړاندې ویلي وو، چې د توپچي او هوایي بریدونو په ترڅ کې ۶ تنه وسله وال وژل شوي او ۶ نور ټپيان دي.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې او ترهګرې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
https://avapress.com/vdcgyn9qtak9334.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته