دغه کسان نن د غرمې مخکې شاوخوا ۱۰:۳۰ بجې د حلبي سازانو له کوچې څخه نیول شوي.
د ښاغلي دانش په وینا، د عملیاتو په ترڅ کې له چاودېدونکو توکو ډک دوه واسکټونه هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي.
د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې د دولت ضد وسله والې ډلې هڅې کوي تر څو د هېواد په مهمو ښارونو او ولایتونو کې خپل بریدونو ته زور ورکړي.
شاوخوا دوه اوونی مخکې په پلازمینې کابل ښار کې یې د کلیو او پراختیا وزارت ته څېرمه ځانمرګي برید ګن شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې وه.