دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۱ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۰۵
د مطلب کود : 165722
امریکا: سولې مذاکراتو په تړاو واشنګټن تګلاره نده بدله شوي
په داسی حال کې چی طالبانو د امریکا سره مستقیمو خبرو باندی ټینګار کوی، خو امریکا یو لوړپوړي مقام وایی چی واشنګتن تګلاره د سولې په تړاو خپل پرځای دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الایس ویلز پرون د امریکا د متحده ایالتونو د بهرنیو اړیکو په کمیټه کې د وینا پر مهال وویل، چې د مذاکراتو په هکله د واشنګټن تګلاره هیڅ بدلون نه دی کړی.
نومړې زیاته کړه، چې وسله وال طالبان دې له تاوتریخوالو لاس واخلي او له القاعده شبکې سره خپلې اړیکې پرې کړي.
د طالبانو مشر د کوچني اختر په مناسبت کې د یو بیان په نشرولو سره له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د پر وتلو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د اسلامي، خپلواک او افغان شموله  نظام د حاکمولو لپاره طالبانو د پوځي هلې ځلې سره سره د تفاهم او مذاکراتو دروازه هم پرانیستې  پریښې ده.
هغه زیاته کړه ”که امریکایي چارواکي واقعا د افغانستان د قضیې په سوله ایز حل باور لري باید مستقیما د مذاکراتو میز ته راشي تر څو د اشغال  دغه غمیزه چې لوی  زیان یې د افغانستان او امریکا ولسونو ته رسیږي، د خبرو له لارې حل شي“.
 
https://avapress.com/vdcirwazrt1aqy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته