دخپریدو نیټه :جمعه ۱ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۲۹
د مطلب کود : 165733
ناټو: افغانستان کې سوله د ځواکونو په وتلو سره نه حاصلیږی
ناټو او متحدایالاتو د سولې لپاره د افغان حکومت له وروستیو هڅو خپل ملاتړ اعلان کړی.

د ناټو عمومي منشي د افغانستان په جګړه کې لومړی اوربند چې ولسمشر اشرف غني په روژه کې اعلان کړ او وسله والو طالبانو د اختر په ورځو کې ومانه، هیله بښونکی بولي او وايي چې ملاتړ یې کوي.
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ پرون پنجشنبه په لندن کې د ناټو د سرمشریزې لپاره د تیارۍ په غونډه کې وویل چې د دې اوربند پر بنسټ باید نور کار وشي.

نوموړي زیاته کړه:​
"یوه بله هڅوونکې مسئله د ولسمشر اشرف غني د سولې نوښت دی، د لومړي ځل لپاره مو ولیدل چې اوربند که څه هم د کم وخت لپاره و، خو نتیجه یې ورکړه، لومړی حکومت اوربند اعلان کړ او بیا طالبانو لږترلږه د څو ورځو لپاره ومانه، موږ که څه هم باید دا اوږد مزل لنډ کړو، خو هیله بښونکې خبره دا ده چې لږترلږه د پخلاینې او د سولې د بهیر لپاره د یو چوکاټ د رامنځته کولو په مقصد رښتینې هڅې کېږي او د افغانستان په جګړه کې د لومړي ځل لپاره اوربند کېږي، نو باید پر دې بنسټ کار وکړو."
په همدې حال کې ولسمشر اشرف غني پرون د متحدایالاتو له مرستیال ولسمشر مایک پنس سره په ټيليفوني خبرو کې د سولې د روانو هڅو او له وسله والو طالبانو سره د اوربند په اړه خبرې وکړې.
ارګ په یوه خبرپاڼه کې د جزییاتو له څرګندولو پرته یوازې دومره ویلي دي چې ښاغلي پنس د اوربند په برخه کې د ولسمشر او افغان حکومت اقدام وستایه.
امریکا او ناټو ټینګار کوي چې د سولې خبرې باید په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو په موجودیت کې وشي.
د روژې په پای او د اختر په ورځو کې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو له خوا د اوربند له اعلانېدو وروسته، په افغانستان کې د سولې لپاره هڅې یوه نوي پړاو ته رسېدلې دي.
https://avapress.com/vdcaemn6e49ni01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته