دخپریدو نیټه :شنبه ۲ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۲۹
د مطلب کود : 165742
وسله والو کندهار کې ۳۳ سړک جوړونکي تښتولي
وسله وال د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د سړک جوړونې د شرکت ۳۳ تنه ساتونکي او انجینران تښتولي دي.
د کندهار د والي ویاند محمد داوود احمدي ویلي تیره شپه یوه نیمه بجه وسله والو مخالفینو دسپین بولدک ولسوالی څخه شورابک ولسوالی ته دغزیدلی سړک جوړولو په شرکت په قرارګاه دبرمی پوستی په سیمه کی برید کړی چی پدی برید کی دیاد شرکت ۲۰ تنه ساتونکي بیله مقاومته تسلیم شوی چی مخالفینو ددغه شرکت ۲۰ تنه ساتونکی او۱۳ تنه تخنیکی کارکوونکی وسله والوله ځانه سره بیولی.
ښاغلي احمدي ویلي چې امنیتي ځواکونو د دې پيښې د مخنیوي لپاره له وسله والو سره نښته هم کړې چې پایله کې یې ۴ تنه امنیتی کسان وژل شوي او یوتن ټپی شوی دی.
په برید کي د سړک جوړوني د شرکت شاوخوا پنځلس موټر او وسايط هم سوځول شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaymn6u49ni01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته