دخپریدو نیټه :شنبه ۲ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۳۷
د مطلب کود : 165753
لغمان ولایت کې طالبانو او داعش وسله والو ترمنځ نښته شوي
د لغمان ولایت الینګار ولسوالی کې وسله والو طالبان او داعش وسله واله ډله یو د بل سره نښته کړی.

په لویدیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو وایي، پیښه تېره ورځ د نور لام صاحب په مربوطاتو کې رامنځته شوې او په ترڅ کې د داعش څلور غړي وژل شوي دي.
د نښتې په ترڅ کې د طالبانو مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.
د وسله والو طالبانو او داعشیانو په ګډون د دولت ضد وسله والې او ترهګرې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
لغمان د افغانستان په ختېځ کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده. خو په وروستیو کلونو کې یې د وسله والو طالبانو ترڅنګ د داعش ډلې وسله والو هم د یاد ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې یې فعالیتونه پیل کړي دي.
د لغمان ولایت په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.
 
https://avapress.com/vdccppqs12bqem8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته