د کورنیو چارو وزارت پخواني ستر امنیتي مسئول جنرال مراد علي مراد د کابل ګارنیزیون نوی قوماندان په توګه معرفی شو.
د کابل ګارنیزیون نوی قوماندان معرفی شو
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 2 سرطان 1397 ساعت 12:16
د کورنیو چارو وزارت پخواني ستر امنیتي مسئول جنرال مراد علي مراد د کابل ګارنیزیون نوی قوماندان په توګه معرفی شو.
د افغانستان دفاع وزیر طارق شاه بهرامي نن د یوې غونډې په ترڅ کې جنرال مراد علي مراد د کابل د امنیت په چارو کې د دفاع وزارت د معین په توګه او د کابل ګارنیزیون نوی قوماندان په توګه معرفي کړ.
د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین جنرال مراد تېره میاشت له خپلې دندې ګوښه کړای شو.
د چارو وزارت مرستیا ویاند نصرت رحیمي تېره میاشت ویلي وو، چې جنرال مراد د کابل ګارنیزیون نوی قوماندان په توګه ټاکل شوی دی.
له دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ګواکې جنرال مراد په کابل ښار کې یې د برېښنایي تذکرو د وېش پر یوه مرکز د برید په پایله کې د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا دندې ګوښه کړای شوی.
د مطلب کود: 165767