دخپریدو نیټه :شنبه ۲ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۵۲
د مطلب کود : 165807
کابل-بامیان لاره بیرته ترافیک په وړاندی پرانیستل شو
په میدان وردګ کې سیمه ایز چارواکو په وینا، کابل-بامیان لاره د ترافیک په وړاندی بیرته پرانیستل شوی.

د میدان وردګ سیمه ییز چارواکي وايي، د کابل – بامیان د لویې لارې په اوږدو کې د جلریز په ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د نږدې څلورویشت ساعتونو جګړو وروسته نن د شنبې په سهار (چنګاښ دوییمه) دا لار د ټرافیکو پرمخ پرانیستل شوې ده.
د میدان وردګ د والي ویاند عبدالرحمان منګل وایی، چې سیمې ته د تازه دمو ځواکونو په رسیدلو وسله وال طالبان په شا وتمبول شول او لاره هم پرانیستل شوه.
د جمعې د ورځې سهار وختي په دوو بجو په لسګونو طالب وسله والو د جلریز په سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل، چې له امله په جګړه کې ښکیلو خواو ته د تلفاتو د اوړیدو سربیره د جګړې شاخوا سیمه کې په سلګونو مسافر هم بند پاتې وو.
عبدالرحمان منګل وویل، په دې جګړو کې پنځه طالب وسله وال وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي.
ښاغلی منګل وویل، چې په دې جګړو کې یو سیمه ییز پولیس هم وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.
همداشان تیره ورځ د کابل – بامیان د لارې د بندیدو وروسته جلریز سره نږدې د سړک د غاړې د ماین په چاودنه کې درې ملکي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپان شوي دي. په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
وسله والو طالبانو د میدان وردګ ولایت د تیرې ورځې د نښتو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
 
https://avapress.com/vdccxpqsm2bqe48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته