دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۳۳
د مطلب کود : 165817
په غزنی کې طالبانو دوه مهم قوماندانان وژل شوي
په غزنی کې امنیتی چارواکې خبر ورکوی چی په دی ولایت کې د طالبانو دوه مهم قوماندانان وژل شوی دی.
 
 

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، فرید مشعل؛ غزنی پولیسو قوماندان تیره ورځ رسنیو سره په خبرو کې وویل: د طالبانو دوه مهم قوماندانان د باسط او سعادت په نامه د مقر په ولسوالی کې د امنیتی ځواکونو په کمین کې ووژل شو.
مشعل زیاته کړه چی سعادت د طالبانو قوماندی داروخان معاون د قره باغ په ولسوالی کې وو او باسط هم په مقر کې د طالبانو ارشد قوماندانانو څخه وو.
طالبان تراوسه ددی دوو مهمو قوماندانانو وژل کیدو په اړه کوم څه نه دی ویلی.
د یادولو وړ دی چی مقر ولسوالی د غزنی ناامنو ولسوالیو څخه دی چی تیرو څو ورځو کې طالبان د امنیتی ځواکونو په وړاندی سخت بریدونو ته پکې مخه کړي او څوتنه سرتیری هم شهید او ټپیان کړي دی.
 
https://avapress.com/vdcdfk0f5yt09j6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته