دخپریدو نیټه :سه شنبه ۵ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۵۹
د مطلب کود : 166004
امریکا پوځ په نورستان کې د ملکي وګړو د تلفاتو په اړه راپورونه رد کړل
په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونو هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې په نورستان کې یې د بې پیلوټه الوتکو په وسیله د هوایي برید په ترڅ کې یو شمېر ملکي وګړي وژل شوي.
د امریکا پوځ ویاند جنرال مارټین اودونیل وایي، امریکایي ځواکونو د دوشبنې په شپه په نورستان ولایت کې هوایي برید نه دي ترسره کړي.
خو نومړی زیاته کړه، چې د غزني ولایت په اندر ولسوالی کې یې د وسله والو له خوا د توغول شوی هاوان مرمی د لګیدو له امله یوه روغتیایي کارکونکی وژل شوی او یو بل ټپی دی.
د ښاغلي اودونیل په وینا، د کونړ ولایت په څوکی ولسوالی کې هم د محلي پولیسو او ملکي وګړو پر یوه غونډه د ځانمرګي په ترڅ کې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د نورستان والي حافظ عبدالقیوم له دې وړاندې اسوشیټیډ پریس خبرې اژانس ته ویلي وو، چې بې پیلوټه الوتکو په وسیله د هوایي برید په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي او په وژل شویو کې ملکي وګړي او د طالبانو غړي شامل دي.
نوموړی زیاته کړه، چې امریکایي ځواکونو وړمه شپه ناوخته په وایګل ولسوالی کې یې پر یوه کور هوایي برید ترسره کړ چې له امله یې د شپږو ملکيانو په ګډون ۱۱ کسان ووژل شول.
د ښاغلي قیوم په وینا، یو شمېر ملکي وګړو او وسله والو طالبانو په یوه کور کې یې د یو طالب غړی د عیادت لپاره راغوڼد شوي وو چې تر هوایي برید لاندې راغلل.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccxeqs02bqex8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته