کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل – ریاض هوايي دهلیز پرانیستل شو

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 6 سرطان 1397 ساعت 8:22

د ترکیې او افغانستان، هند او افغانستان له هوایي دهلیزونو وروسته دا دی د سې شنبې پر ورځ(د چنګاښ ۵) د افغانستان او عربستان تر منځ هم هوایي دهلیز پرانیستل شو.


په کابل کي دعربستان  سفارت شارژدافیر سلیمان سلیمان الطبیب وايي؛ هڅه کوو، چې د کابل او ریاض سوداګري پراخه او نوره هم وغوړیږي.
په لومړي پرواز کې د څه باندې یو میلیون دالرو پر اندازه زعفران او وچه میوه ولیږدول شوه.
نوموړي د هوایي دهلیز د پرانیستې پر مهال په ډاګه کړې؛ مونږه به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا لپاره کار وکړو، چې د سوداګرۍ اوسنی حالت پراختیا ومومي او دغه دهلیز مو د همکارۍ لومړنی ګام دی.
د سوداګرۍ خوڼي مسوولین وايي، چې د افغانستان د کرنیزو محصولاتو لپاره عربستان ترټولو ستر او مناسب مارکیت دی؛ خو دوی د عربستان له حکومت غوښتنه کوي، چې په هوايي ډګر او ګمرکونو کې له افغان سوداګرو سره همکاري زیاته کړي.
د سوداګرۍ خونې د عامل پلاوي رییس عتیق الله نصرت وایي، چې په لومړي ځل مونږ عربستان ته په دغه پرواز کي د یو ټن په اندازه تازه میوه او ۵۰۰ کیلو ګرام زعفران واستول او هلته به د مارکیت د تنطیم په اړه راته هرڅه څرګند شي.
دسودا ګرۍ خونې مسولین همدا راز وايي؛ دمګړۍ د افغانستان او عربستان کلنۍ راکړه ورکړه ۱۵ میلیون دالرو ته رسیږي، چي دا کچه باید نوره هم لوړه شي.


د مطلب کود: 166009

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/166009/د-کابل-ریاض-هوايي-دهلیز-پرانیستل-شو

آوا
  https://www.avapress.com