کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشر غنی د ۳۴ ولایتونو والیانو سره د اوربندپه اړه خبری کوی

6 سرطان 1397 ساعت 8:54

افغان ولسمشر د ۳۴ ولایتونو له والیانو سره د پنجشنبې تر ورځې پورې د اوربند په اړه خبرې کوي.



په همدې لړ کې ولسمشر محمد اشرف غني د سې شنبې په ورځ د کابل، پروان، کاپیسا، پنجشیر او بامیانو د ولایتونو له والیانو سره وکتل.
د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي وایی، پر اوربند سربېره د والیانو سره د ولسمشر په‎دې لیدنو کې په سیمه‎ییزو ادارو کې د مدیریت پر مسئلو هم خبرې کېږي.
ښاغلي مرتضوي زیاته کړه:
"د دې لیدنو مهمه موضوع د اوربند د ورځو مدیریت دی او دا چې څنګه کولی شو د اوربند له فرصتونو څخه د حکومت د نفو‌ذ د ساحې د پراختیا او هېوادوالو ته د غوره خدماتو د وړاندې کولو لپاره مؤثر کار وکړو."
د ښاغلي مرتضوي په وینا د سې شنبې په ورځ د پنځو ولایتونو له والیانو سره په لیدنو کې د زیربنايي او پراختیايي پروژو پر چټکولو هم خبرې وشوې.


د مطلب کود: 166016

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/166016/ولسمشر-غنی-د-۳۴-ولایتونو-والیانو-سره-اوربندپه-اړه-خبری-کوی

آوا
  https://www.avapress.com