دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۷ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۳۱
د مطلب کود : 166082
امریکا- په طالبانو مو ١٥۴ بریدونه کړي او ملیونونه تاوان مو وراړولی
"ایتلافي هوایي قواوو په طالبانو ١٥۴ بریدونه کړیدي او هغوي یې د ۴٥ ملیونه مالي سرچینو نه محروم کړیدي."
دغه خبرې په افغانستان کې د امریکا د هوایي قواوو مرستیال قوماندان جنرال لینس بنچ په پنټاگان کې یوې خبرې غونډې ته د طالبانو د مالي سرچینو د قطع کولو او د هوایي عملیاتو په اړه د تازه معلوماتو د شریکولو په مهال کړیدي.
ښاغلي بنچ وویل چې دغه ١٥۴ بریدونه د طالبانو سره د اوربند د پیلدو نه مخکې شوې و. هغه وویل چې افغان قواوو هم په دغو عملیاتو کې برخه اخیستې وه او د طالبانو ١٩ مهم مرکزونه یې ویشتلې و.
هغه زیاته کړه چې په دغه حملو کې د مخدره موادو او وسلو د خوندی کولو ځایونه هم په نښه شویدي.
ښاغلي بنچ د خپلو خبرو په پیل کې وویل چې د افغانستان هوایي قواوو ته روزنه، مرسته او مشاورت یې د ماموریت برخه ده او شاهدي ورکوي چې د افغان هوایي ځواک وړتیا او ظرفیت ورځ تربلې ښه کیږي.
د ولسمشر ټرمپ د جنوبي اسیا د تگلارې په اړه
جنرال بنچ د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جنوبي اسیا لپاره نوي تگلاره وستایله او وې ویل چې دغې نوي تگلارې ورته زیات واک ورکړیدي چې دغه یې په گټه تمام شویدی.
هغه وویل"د امریکا د ولسمشر د جنوبي اسیا لپاره د د نوي ستراتیژۍ وروسته ایتلافي هوایي قواوو د طالبانو په مرکزو بریدونه زیات کړیدي مونږ د نوو طریقو د کارولو سره د طالبانو مالي سرچینې او بیخبیناوې په نښه کړي."
هغه د جنرال نیکولسن له قوله وویل چې وروستی اوربند د دې خبرې شاهدي کوي چې د ولسمشر جنوبي اسیا نوي ستراتیژي کامیابه ده.
ښاغلي بنچ وویل چې د هوایي عملیاتو اصل هدف د طالبانو دیته مجبوره کول دي چې پوهه شي د سولې خبرې د تر ټولو غوره لار ده.
د سولې لاریونو په طالبانو فشار زیات کړی
جنرال بنچ د افغانستان د هغو لاریون کونکو په اړه هم خبرې وکړی چې د سولې لپاره یې په ښپو په سلگونو کیلومیتره لاره وهلې ده او وی ویل چې د افغان ولس دغو غوښتنو په طالبانو فشار زیات کړیدی.
هغه وویل چې دا په تیرو څلورو لسیزو کې لمړنې ځل و چې افغان ولس اوربند ولیده، او اوس ولس خواهش لري چې دغه سوله ابدي شي. اوس د ټولو افغانستان ولس د طالبانو نه غواړي چې سوله وکړي.
هغه زیاته کړه، "زه باوري یم چې تاسو به د هلمند د سولې د کاروان په اړه اوریدلي وي. د پیښور نه هم یو کاروان راروان شوی و او کابل ته رارسیدلی دی. نړیوالو هم په طالبانو غږ کړیدی چې سوله وکړي. او دا ټول اثر لري."
جنرال بنچ ژمنه وکړه چې هغوي به د طالبانو په نښه کولو ته دوام ورکړي. هغه وویل
"مونږ به خپل عملیاتو ته دوام ورکړو. مونږ هغوي په هغه ځاې په نښه کوو د کوم ځاې په نښه کیدو چې هغوي زیات دردیږي، مونږ د هغوې جیبونه (مالي سرچینې) په نښه کوو."
ښاغلي بنچ پدغو بریدونو کې د ملکیانو د خوندیتوب په اړه هم خبرې وکړی، هغه وویل چې پدی ټول ټال ١٥۴ بریدونو کې ورته د یو ملکي د وژل کیدو خبر ندی راغلی.
ښاغلي بنچ د خپلو خبرو په اخیره کې یو ځلې بیا وویل چې افغان ولس د سولې په هیله دي.
https://avapress.com/vdcivqazrt1aqu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته