کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

تماس نړیواله ډله د افغانستان سولې په اړه غږیږی

7 سرطان 1397 ساعت 10:08

د افغانستان لپاره د تماس نړیواله ډله نن [پنجشنبه/د جون ۲۸مه] د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې غونډه کوي.




د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په‎دې غونډه کې به د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال، حکمت خلیل کرزی ګډون وکړي.
د افغانستان لپاره د تماس د نړیوالې ډلې «International Contact Group for Afghanistan» په نننۍ غونډه کې د افغانستان پر سوله خبرې کېږي.
د افغانستان لپاره د تماس د نړیوال ګروپ هدف له افغانستان سره د سیمې او نړۍ د سیاسي او اقتصادي همکاریو هماهنګي ده.
د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، حکمت حاجي‌یف د هغه هېواد خبري اژانس، ترند ته ویلي چې په‎دې غونډه کې به د نوي هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي ګډون وکړي.

د حکمت حاجي‌یف په وینا، د افغانستان د یو شمېر غیر دولتي سازمانونو او مؤسسو له لوري هم پلاوي ور استول شوي دي.
په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره په وروستیو کې د سیمې په کچه هڅې د پراختیا په حال کې معلومېږي.
د ازبکستان حکومت، د جون د میاشتې په اتلسمه نېټه اعلان وکړ چې د افغانستان د حکومت او وسله‎والو طالبانو د استازو ترمنځ د مخامخ کتنې کوربه‎توب ته تیار دی.
 


د مطلب کود: 166091

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/166091/تماس-نړیواله-ډله-د-افغانستان-سولې-په-اړه-غږیږی

آوا
  https://www.avapress.com