دخپریدو نیټه :شنبه ۹ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۱۵
د مطلب کود : 166207
ننګرهار کې ډرون بریدونه او پر امنیتي پوستو د شاوخوا ۱۳۰ پاکستاني وسله والو برید
د ننګرهار ولایت د ده بالا ولسوالی په مربوطاتو کې د بې پیلوټه الوتکو هوایي بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه پنځه تنه داعش وسله وال وژل شوي.

 

په ورته وخت کې ځایي چارواکي وایي پر امنیتي پوستو د پاکستاني طالبانو ډلییز برید په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۰ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ۲۰۱ سیلاب قول اردو په وینا، امریکایي ځواکونو په کاکو او ګورګوري سیمو کې پر داعشیانو هوایي بریدونه ترسره کړي چې په ترڅ کې د یاد ډلې ډلمشر سلمان اروکزي په ګدون د داعش پنځه وسله وال وژل شوي.

بلخوا د لومړۍ سرحدي لواء قومندان بريد جنرال محمد ايوب حسين خېل د يو خبري کنفرانس پر مهال د پنجشنبې په ورځ ناوخته رسنيو ته وويل، چې تېره شپه مومندرې ولسوالۍ کې لس وسله والو طالبانو ته هغه مهال مرګ ژوبله واوښته، چې په سرحدي پوستو يې بريد وکړ او د ځوابيه بريد سره مخ شول.

نوموړي وويل، چې شاوخوا ۱۳۰ وسله والو طالبانو، چې پاکستانيان و مومندرې ولسوالۍ کې په سرحدي پوستو بريدونه وکړه، چې د سرحدي پوليسو مقاومت سره مخ شول او په ترڅ کې يې لس وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته.

ده زياته کړه، چې د وژل شويو وسله والو طالبانو جسدونه په سيمه کې پاتې و، چې پاکستاني هويت کارتونه يې درلودل.

هغه وويل، چې پاتې وسله والو طالبانو د شپې تيارې څخه په ګټې اخيستنې پر ډيورنډ کرغيړنه کرښه ها خوا واوښتل.

حسين خېل دغه راز وويل، چې سرحدي ځواکونو ته يې په دفاعي حالت کې د چمتووالي او د دښمن هر ډول بريد ته يې د غاښ ماتونکي ځواب لارښوونه کړې

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchv-nzq23n-id.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته