دخپریدو نیټه :شنبه ۹ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۴۰
د مطلب کود : 166220
په میدان وردګو کې چاودنې وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې
وسله والو مخالفینو غوښتل د میدان وردګو ولایت جلریز ولسوالۍ د سلیمانخیلو په سیمه کې یو ماین ځای پر ځای کړي، خپل ماین چاودنه پرې کړې درې تنه وسله والو ترهګر یې وژلي او دوه تنه نور ژوبل کړي دي.
په میدان وردګو کې د سړک غاړې ماین چاودنه لږ تر لږه ۵ تنه وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د ۲۰۳ تندر قول اردو په وینا، وسله والو مخالفینو غوښتل د میدان وردګو ولایت جلریز ولسوالۍ د سلیمانخیلو په سیمه کې یو ماین ځای پر ځای کړي، خپل ماین چاودنه پرې کړې درې تنه وسله والو ترهګر یې وژلي او دوه تنه نور ژوبل کړي دي.
د دولت ضد وسله والې ډلې اکثراً له امونیم نایټریټ څخه د سړک په غاړې په ماینونو کې کار واخلي په داسې حال کې چې افغان چارواکي وایي په دغو بریدونو کې اکثرا عام وګړي وژل کیږي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یا یوناما وایي د ۲۰۱۷ میلادي کال په ترڅ کې د تاوتریخوالو له امله لږ تر لږه ۳۴۳۸ تنه ملکي وګړي وژل شوي.
یوناما په خپل نوې راپور کې لیکلي، چې تېر کال د بېلا بېلو تاوتریخوالو له امله لږ تر لږه ۷۰۱۵ ملکي وګړي ټپیان هم شوي چې ډیری یې د ځانمرګي بریدونو او د ځای پر ځای شوې چاودېدونکو توکو د چاودنو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی او یا هم ژوبل شوي دي.
په همدې حال کې د تندر قول اردو وایي امنیتي ځواکونو د غزني ولایت آب بند ولسوالۍ د بزک په سیمه کې له وسله والو مخالفینو سره په یوه نښته کې یو تن وسله وال ترهګر وژلی دی، یو میل کلاشینکوف او یو عراده موټر سایکل د نوموړو امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccieqsx2bqei8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته